د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز مرکز څخه  ۸۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٨٠٠ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتني نظامي او مسلکي زده‌ کړو له بشپړولو وروسته، د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په دغه مراسمو کې د ملي دفاع وزارت پلاوی چې مشري یې مولوي تاج محمد "رهبر" کوله سربيره د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان مولوي نصرالله "مطیع" ، د قول اردو درستیزوال مولوي محمد منصور "جاوید"  او یو شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مسؤلینو د خپلو هر اړخیزو ویناوو په ترڅ کې فارغانو ته وویل: ملي اسلامي اردو د هېواد یوه ارزښتناکه سرمایه ده، نو هڅه وکړئ چې د هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او د بشپړ امنیت ټینګښت لپاره، په قوي ایمان او د مسؤلیت منلو له احساس سره کار وکړئ. همداراز په خپلو خبرو کې وويل: د ملي دفاع وزارت رهبري ژمنه ده څو د هېواد د وسله‌والو ځواکونو د ظرفیت لوړولو او پرمختګ لپاره دوامداره روزنیز پروګرامونه پیل کړي.