د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معین د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه لیدنه وکړه

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معین حافظ عبدالمجید د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو زده کړو قوماندانۍ قوماندان مولوي نصيب الله "مدني" په ملتیا نن له ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د یادې قول اردو له قوماندان قاري محمد اسماعيل "راسخ"، مسؤلینو او منسوبینو سره ولیدل؛ همدارنګه یې د یادې قول اردو د ښوونيز مرکز څخه د لیدنې پر مهال د یاد ښوونيز مرکز مسؤلینو ته د معسکر د روانې لړۍ او زده کړو په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.