د ستراتیژي او پالیسي معنیت نوی مرستیال معرفي شو
د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید له مخې مولوي علي محمد "معتصم" د ملي دفاع وزارت د ستراتیژي او پالیسي معنیت مرستیال په توګه ټاکل شوی وو، نن د ستراتیژي او پالیسي په چارو کې د ملي دفاع وزیر مرستیال مولوي محمد قاسم "فرید" له لوري اړوند کارکوونکو ته رسماً معرفي او پخپل کار یې پیل وکړ.
د ستراتیژي او پالیسي په چارو کې د ملي دفاع وزیر مرستیال مولوي محمد قاسم "فرید" نوي ټاکل شوي مرستیال ته د مبارکۍ ترڅنګ لازمې لارښوونې وکړې او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وکړه، همدا راز نوي مرستیال مشرتابه ته ډاډ ورکړ او د ښه خدمت کولو ژمنه یې وکړه.