د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۳۷ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له پنځه میاشتنیو بېلابېلو څانګو د مسلکي زده کړو څخه ۱۳۷ تنه ځوان منسوبین نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
مسؤلینو نويو فارغانو ته لازمي لارښوونې وکړې او زیاته يې کړه: چې د شخصي ګټو او غوښتنو پر وړاندې باید شریعت او د اسلامي نظام اصولو ته لومړیتوب ورکړو؛ ځکه دا نظام د الله جل جلاله امانت او آزموینه ده، چې مونږ او تاسو ته راسپارل شوی ده.
ورته مهال نویو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی وښود، مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.