د ملي دفاع سرپرست په کابل کې د آذربایجان له سفیر سره وکتل
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د آذربایجان هیواد د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي الهام "محمدوف" سره پخپل کاري په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر وویل: د دوه مسلمانو هیوادونو ترمنځ دوستي او مشترکات ډېر د ویاړ خبره ده، په کابل کې د آذربایجان د سفارت پرانیستل یو مثبت ګام دی او موږ د اوږدمهاله اړیکو پر پیاوړتیا، د اقتصادي او تجارتي او په نورو برخو کې د همکارۍ لپاره د زر پیل کولو لپاره غوښتونکي یوو.
د أذربایجان سفیر په کابل کې د خپل هېواد د سفارت د بیا پرانیستلو په اړه د اسلامي امارت له باور او همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل: موږ د اړیکو د ټینګښت ترڅنګ له اسلامي امارت او د دغه هیواد له خلکو سره د همکاری لپاره چمتو یو.