د بلخ په شولګري ولسوالۍ کې له ۵۵ مستحقو کورنیو سره د درملوو مرسته وشوه

web_admin

د بلخ ولایت د ساحوي روغتون روغتيايي ټيم د ۲۰۹ الفتح قول اردو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې کمېټې په همکارۍ د بلخ په شولګري ولسوالۍ کې ۵۵ مستحقو کورنيو ته د اړتيا وړ درمل او طبي مرستې ورکول شوي.

د ملي دفاع وزارت روغتیايي ټیمونه د هيواد په هر ډول حالاتو کې د خپلو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دي او له هېڅ ډول مرستې څخه دریغ نه کوي.