له پاکستانه راستنيدونکو افغان کډوالو لپاره ﺯيات شمېر وسايط سپین بولدک ولسوالۍ ته واستول شول
ملي دفاع وزارت کډوالو د راستنیدونکو لپاره جوړ شوي ځانګړي کمیسيون لخوا ورسپارل شوي مسؤلیت؛ دا ځل د ۲۰۵ البدر قول مسؤلینو له پاکستان څخه د راستنيدونکو افغان کډوالو لپاره د لومړنيو مرستو او نورو اسانتياوو برابرولو په موخه د یادې قول اردو څخه ﺯيات شمير وسايط د هیواد والو د خدمت او انتقال لپاره سپین بولدک والسوالۍ ته واستول.
دغه وسایطو او امکاناتو کې ټیلر، د اوبو ټانکرونه، سيار تشنابونه او د البدر قول اردو ځانګړي البدر ځواک او د قول اردو اړوند سل بستریز روغتون ډاکټران شامل دي ترڅو د راغلو هیوادوالو خدمت په ښه توګه ترسره کړي.