د هیواد په شمال زون کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو له لوري ۱۸ کیلومتره سړک ترمیم شو

web_admin

د هیواد په شمال زون یرګنک سیمه کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندانۍ د انجینري کنډک منسوبینو له لوري ۱۸ کیلومتره سړک ترمیم  او ګټې اخیستنې ته چمتو شو.

دغه سړک چې د کندز او بلخ ولایتونو نږدې وصلونکې لار ده د ولسونو په غوښتنه د دوه میاشتو موده جوړ او د استفادې وړ وګرځېد.
  
د ۲۰۹ الفتح قول اردو رهبري هڅه کوي چې د شمال زون په سطحه د ولسونو لپاره د خپلو امکاناتو سره سم خدمات وړاندې کړي.