د شهيد سردار محمد داوود خان روغتون او سیمه ییز روغتيايي مرکزونه د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز د مشرتابه تر ځانګړې پاملرنې لاندې دي

s.mohmand

د شهید سردار محمد داود خان څلور سوه بستریز روغتون چې د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز صحيه قوماندانۍ په چوکاټ کې د دفاعي ځواکونو د منسوبینو او د هغوی د کورنیو د غړو د درملنې مسوولیت په غاړه لري، د متخصصو، تجربه لرونکو ډاکټرانو، د مسلکي نارینه او ښځېنه پرسونل په ګډون شپه او ورځ د ناروغانو په معالجه بوخت دي، دوی د غوره او ارزښتناکو روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې هیڅ ډول هڅې نه سپموي.

دغه روغتون د تخصصي او روزل شویو کسانو تر څنګ د عمومي جراحۍ سروس، عمومي داخلې، ارتوپیدي، د غوږو او ستوني، عملیات خونه، لابراتوار او د وینې بانک چې په ټولو عصري وسایلو او ماشینونو سمبال دي، د هېواد په کچه د ملي اسلامي اردو یو له روغتیایي مرکزونو څخه دی، چې تر اوسه یې مراجعینو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندي کړي دي.

د شهید سردار محمد داوود خان روغتون مرکزي پولي کلینیک چې د پوځي منسوبینو او د هغوی د کورنیو د غړو د معاینې او درملنې مسوولیت په غاړه لري، دغه پولي کلینیک د ډاکټرانو او مسلکي روغتیايي پرسونل په ګډون ناروغانو د درملنې د بېلابېلو څانګو په لرلو سره ناروغانو لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو دی.

ستر درستیز د شهید سردار محمد داوود خان روغتون صحې قوماندانۍ د علمي او کلینیکي خدماتو معاونیت د نورو فعالیتونو تر څنګ د طبي مسؤلیتونو ترڅنګ درملنه، وقایه او د طبي تعلیماتو دوامداره ښوونې دنده پر غاړه لري.

د صحیه قوماندانیت د علمي او کلینیکي خدماتو معاونیت څانګه د اوسني عصر امکاناتو په نظر کې نیولو سره مډرن تجهیزات، ډاکټران او تجربه لرونکي مسلکي پرسونل په لرلو سره ناروغانو ته ښه طبي خدمات تر سره کړي.

د اسلامي امارت له راتګ وروسته، د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز رهبرۍ د ځانګړې پاملرنې له امله اوس دغه روغتون د لازمو امکاناتو او اسانتیاوو په برابرولو، د نویو تاسیساتو په جوړولو، پرمختګ او پرسونل ته د مثبتې انګیزې په نوښت سره یو ځانګړی رنګ اخیستی دی.

د ستر درستیز شهید سردار محمد داود خان روغتون قوماندانۍ ترڅنګ د مرکزي او سیمه ییزو قطعاتو صحیه قوماندانیتونو خپل فعاليتونه يو ځل بيا پيل کړی او هره ورځ خدمات وړاندې کوي.

همدا راز د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز رهبري د غوره امکاناتو په برابرولو او د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو سره ژمنه ده او په دې برخه کې به له هیڅ ډول همکارۍ څخه دریغ ونه کړي.