لوګر ولايت کې يو شمير نظامي توکي د ملي دفاع وزارت مجاهدينو له لوري ونيول شول
د ملي دفاع وزارت بيدارو مجاهدینو د موثق اوپراتیفي اطلاعاتو له مخې د لوګر ولایت محمد آغي ولسوالۍ مربوطاتو کې او د مرکز پل علم اړوند د پاد خواب شاني په سيمه کې د دوو جلا عملیاتو په پایله کې يو شمير اسلحې او نظامي تجهیزات ونيول شول.
په دغو مهمات او وسايلو کې :
۱ کلاشینکوف له يو شاژور سره
۱ سګما تفنګچه دوه شاژور سره
۱ ترکي تفنګچه ۳ شاژور سره
۳ نظامي چاقوګان
۱ نظامي برچه
۳ جوړې نظامي بوټان
۱ موترولا مخابره
او يو شمير نور نظامي توکي په دوه پټو ځایونو کې ځای پر ځای کړي وؤ؛ د بيدارو مجاهدينو د هلو ځلو او عملياتو په پایله کی ضبط او ونيول شول.