د ملي دفاع وزارت د ژغورنې ډلې له رسېدو مخکې هلمندي ماشوم مړ شو
تېره ورځ ماښام، وروسته له هغه چې د ملي دفاع وزارت مشرتابه ته خبر ورکړل شو؛ د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ اړوند د عبدالعلي په نوم یو کوچنی ماشوم برمې ولویده او یو مسلکي ټیم ته اړتیا ده، د ملي دفاع وزارت د مسؤلیت د حس له مخې سمدلاسه مسلکي ټیم د هوایي ځواک په مرسته د ماشوم ژوند ژغورنې په موخه سېمې ته واستاوه.
له بده مرغه په داسې حال کې چې د ژغورنې ډله کندهار ولایت ته ورسېده؛ د غیر مسلکي کسانو د هڅو په پایله کې عبدالعلي په څاه کې دننه ساه ورکړه.
د ملي دفاع وزارت رهبري د شهید عبدالعلي کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کولو ترڅنګ، یو ځل بیا له خپلو ټولو ګرانو هېوادوالو غواړي، چې د داسې پېښو د مخنیوي په موخه د "اوبو څاه ګانو" خولې پټې وساتي او له مسلکي او تخنیکي کسانو مرسته وغواړي.
ملي دفاع وزارت د یوه دفاعي او امنیتي ارګان په توګه هڅه کوي، چې په هر ډول حالاتو کې د خپلو ګرانو هېوادوالو په خدمت کې وي.