د ۲۱۵ عزم قول اردو مجاهدينو او هوايي ځواکونو په هلمند ولايت کې د سېلاب ځپلو سره بيړنۍ مرستې وکړې

s.mohmand

د ۲۱۵ عزم قول اردو مجاهدينو او هوايي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه او  ناوې ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په شمول  ۱۲ تنه هېوادوال د سېلاب څخه وژغورل او خوندي سيمو ته يې ولېږدول.

.د يادوني وړ ده چې يادو مجاهدينو او هوايي ځواکونو دا هېوادوال په داسې حالاتو کې وژغورل، چې کورونه يې سېلابونو ړنګ کړي وو او بيړنيو مرستو ته يې اړتيا درلوده