هملند کې طالبانو د ۳ مخکښو قوماندانانو په ګډون ۲۸ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې طالبانو د ۲ مخکښو قوماندانانو «موسی کلیم او مبشر» او د سرې قطعې د یو قوماندان «حاجي سراج» په ګډون، ۲۸ ترهګر ووژل شول او د یو کلیدي قوماندان « یاسر» په ګډون یې ۲۶ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن، ۷ موټر، ۶ موټر سایکل، ۴ پټنځایونه، ۲ موضع، یو زیات شمېر بیلابیل ډول وسلې او تجهیزات له منځه یوړل شول.