تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۹ طالبان ووژل شول او ۱۶۱ ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۵۹ طالبان ووژل شول او ۱۶۱ ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۷ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد ننګرهار، کونړ، مېدان وردګ، غزني، ارزګان، کندهار، هرات، فراه، غور، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.