لوګر کې ۱۰ طالبان ووژل شول, د وسلو او مهماتو یو ډيپو یې له منځه یوړل شو

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د لوګر ولایت محمد آغه ولسوالۍ په "ده منکه زرغون" شهر سېمه کې پر طالبانو بریدونه وکړل.

چې په پایله کې طالبانو د یو قوماندان "ملا زمان" مشهور په "عمري" په ګډون ۱۰ ترهګر ووژل شول او ۲ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز په دغه بریدونو کې ترهګرو د وسلو او مهماتو یو ډيپو له منځه یوړل شو.