د ستردرستیز اپراسیون ریاست د احضاراتو او عملیاتو معاونيت لپاره نوی مرستیال معرفي شو
د ملي دفاع وزارت رهبرۍ د لزوم دید او د چارو د ښه سمون په موخه د ٣١٣ مرکزي قول اردو اړوند پنځمې لواء مخکینی قوماندان مولوي روح الله"وثیق" د ستردرستیز اپراسیون ریاست د احضاراتو او عملیاتو معاونيت لپاره ټاکل شوی وو، نن د پیژنتون ریاست رئیس مولوي محمد رحیم"رحیمي"، د اپراسیون رئیس مولوي نورالرحمن"نصرت" او یو شمېر نورو مسؤلینو له لوري رسماً د یاد معاونيت منسوبینو ته ور وپيژندل شو.
د پیژنتون ریاست رئیس مولوي محمد رحیم "رحیمي" ټاکل شوي مرستیال ته د مبارکۍ ترڅنګ د الله تعالی څخه په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او زیاته یې کړه: ادلون او بدلون په اداره کې یو اصل دی چې په یوه اداره کې د چارو د لاښه سمون په موخه تر سره کیږي؛ ورته مهال نوي ټاکل شوي مرستیال رهبرۍ ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ د ښه خدمت کولو ژمنه وکړه.