د ۲۱۷ عمري قول اردو  له ښوونیز مرکز څخه ۵۵۰ تنه منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ۲۱۷ عمري قول اردو د حضرت ابوبکر صدیق (رض) له ښوونیز مرکز څخه ۵۵۰ تنه منسوبین له درې میاشتني عقيدوي، فکري او مسلکي زده‌کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئیس شيخ داد محمد "محمدي"، د ۲۱۷ عمري قول اردو مرستیال ملا عبدالکریم"نافذ"، د یادې قول اردو درستيزوال قاري محمد شفيق "وثيق" او ګڼ شمېر مسؤلینو، علماء کرامو او منسوبینو ګډون کړی وو.

د غونډې په دوام کې فارغ شویو مجاهدینو د مسؤلینو په وړاندې ژمنه وکړه چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د خلکو د امنیت او د هېواد څخه د دفاع او ساتنې په برخه کې به له اخلاص او ژمنتيا څخه کار اخلو او خپله دنده به په پوره اخلاص او صداقت پرمخ وړو. 

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۱۷ عمري قول اردو د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه له روزنيز مرکز څخه په زرګونه تنه مجاهدين له عقيدوي او مسلکي زده‌کړو وروسته فارغ او ټولنې ته د خدمت جوګه ګرځېدلي دي.