د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له ښوونیز مرکز څخه ۱۹۹ تنه منسوبین فارغ شول 

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۱۹۹ تنو منسوبینو د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایزو ځواکونو ښوونځي د SPG-9، هاوان، M2، کشف اراضۍ او M24 څانګو له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد"حمیدي" د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله"مدني" او ګڼ شمیر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.

مسؤلینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال د اِعداد اهمیت او ارزښت بیان کړ او زیاته یې کړه: له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره په خپلو مسلکي برخو کې نور مهارتونه ترلاسه کړئ؛ د عصري وسلو، ټکنالوژۍ او تجهیزاتو کارول زده کړئ، تقوا غوره کړئ او د نبوي اخلاقو پر رڼا کې له ولسونو سره ښه چلند وکړئ. 

ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو لپاره چمتووالی وښود او مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.