د ملی دفاع وزارت سرپرست وزیر سفر بلخ ولایت ته

کابل افغانستان: د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله "خالد"، د ملی امنیت عمومی رئیس معصوم "ستانکزی"، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین جنرال خوشحال "سادات" او د غوڅ ملاتړ ماموریت عملیاتي مرستیال جنرال رندی جورج د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه نن سهار بلخ ولایت ته تللې دې. ټاکل شوې په دغه سفر کې به یاد پلاوی په هغه کنفرانس کې چې د غوڅ ملاتړ له خواه د بلخ په ولایت کې تر سره کېږي ګډون وکړي او د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه به د والیانو او په دغو ولایتونو کې د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د قوماندانانو سره هر اړخیزې خبرې وکړي، همدا راز به د امنیت د ښه والي او هلته به د یو شمیر شته ستونرو د له منځه وړلو په موخه اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې و شي.