د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو لوري ٥٠ تنه هیوادوال چې په واورو کې بند پاتې و وژغورل شول

web_admin

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د حضرت عبدالله بن زبیر لومړۍ سرحدي لوا له لوري د ننګرهار ولايت پچیرآګام ولسوالۍ اړوند د (۷) کورنیو (۵۰) تنه غړي چې د واورې‏ د زیات اورښت له امله بند پاتې وو؛ د خپلو شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره وژغورل شول.

‏يادو کورنيو د ملي اسلامي اردو د دغه نېک او پر وخت اقدام ستاینه او قدرداني وکړه، چې دفاعي او امنيتي ځواکونه یې د ستونزو حل ته لومړيتوب ورکوي او تل د هیوادوالو په خدمت کې دي.