د کابل جلال آباد په لویه لاره د غره ښوېدنې له امله د ملي دفاع وزارت منسوبینو لاره کې بندو هیوادوالو ته نجات ورکړ

web_admin

بېګا شپه ناوخته د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند ماهیپر تنګي شپولې بابا او سورۍ تیږې سیمو کې د کابل جلال آباد په لویه لار د باران د سخت اورښت او غر ښوېدنې له امله یاده لار یو طرفه د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.

په ورته مهال د ملي دفاع وزارت اړوند مرکزي قول اردو د دریېمې پلې لوا  منسوبینو سیمې ته ځانونه ورسول او په لاره کې بند هیوادوالو ته یې نجات ورکړ، لاره یې د مسافرو د تګ راتګ پر مخ خلاصه کړه چې له نیکمرغه چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د یادې لارې په اوږدو کې د څو بیلابیلو ترافیکي پېښو د رامنځته کیدو له آمله د مالي زیان ترڅنګ ګڼ شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي وو.