د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز د ۲۱۹ عمرثالث فرقې له ښوونیز مرکز او قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه 

web_admin
Tue, Dec 05 2023 9:54 AM
د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز د ۲۱۹ عمرثالث فرقې له ښوونیز مرکز او قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه 

د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" شمال زون ته د خپل سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت اړوند  ۲۱۹ عمر ثالث له فرقې څخه کتنه وکړه او د یادې فرقې له مسوولینو سره د سرحدي ځواکونو د پیاوړتیا، امنیت، د ملت او دولت ترمنځ د ښو اړیکو په ټینګښت، د مجاهدینو په مسلکي کولو او د ملي اسلامي اردو د پیاوړتیا په موخه خبرې وکړې.

د وسله وال پوځ لوی درستیز له مجاهدینو او ولس څخه وغوښتل چې د افغانستان د دښمنانو په تبلیغاتو او افواهاتو باور ونکړي او د امنیت په تامین کې له دولت سره همکاري وکړي او د خپل دین او وطن په وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي.

همدارنګه د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له ښوونیز مرکز څخه تر لیدنې وروسته د دغې فرقې د مسؤلینو او مجاهدینو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل او د حل ژمنه یې ورسره وکړه.

Latest news

Sat, Jan 27 2024 4:14 PM
Background image

Reaction of Haiz Fasihuddin Fetrat against Pakistani Military Officials

In response to the recent statements by Pakistani military officials, General , Hafiz Fasihuddin Fetrat  the Chief of the Joint Staff of the Afghan Army, rejected the baseless. . .

Tue, Nov 14 2023 10:44 PM
Background image

Acting Defense Minister Meets With The newly Turkish Ambassador for Afghanistan 

Mawlavi Mohammad Yaqoob Mujahid, Acting Ministry of National Defense met with the newly appointed ambassador of Turkey, Cenk Ünal for Kabul in his office.

Meanwhile, the Acting. . .

Sat, Nov 04 2023 11:15 AM
Background image

The first Deputy Defense Minister visits Torkham to welcome Afghan immigrants

Mullah Mohammad Fazil "Mazloom", the first deputy of the Ministry of National Defense, and his accompanying delegation visited the Torkham to welcome the Afghan immigrants who were. . .

BACK TO NEWS