دمسلح ځواکونو ستردرستیز د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه لیدنه وکړه
![دمسلح ځواکونو ستردرستیز د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه لیدنه وکړه](https://mod.gov.af/sites/default/files/2023-11/photo_2023-11-08_17-01-24.jpg)
دمسلح ځواکونو ستردرستیز قاري محمد فصیح الدین “فطرت” د۲۰۵البدر قول اردو څخه لیدنه وکړه؛ په دغه لیدنه کې د هیواد ستر درستیز د ۲۰۵ البدر قول اردو قومندان الحاج ملا محمد خان “دعوت” او د دغه قول اردو ګڼو مسؤلینو سره په یاده قول اردو کې وکتل.
د ۲۰۵ البدر قول اردو مسؤلینو د هیواد ستر درستیز سره د هر اړخیز بحث تر څنګ خپلې لاسته راوړنې او ستونزې هم شریکې کړې.
په پای کې د مسلح ځواکونو ستر درستیز د ۲۰۵ البدر قول اردو مسؤلینو او منسوبینو هڅې وستایلي او دوی ته یې د شته ستونزو د هواري په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.