د ملي دفاع وزارت پلاوي د شهید سردار محمد داود خان له روغتون څخه کتنه وکړه
د ملي دفاع وزارت د ستراتیژي او پالیسۍ مرستیال شیخ محمد قاسم "فرید" په مشرۍ یوه پلاوي د ستردرستیز روغتیایي قوماندانۍ له څانګو څخه څارنه وکړه.
دغه پلاوي د شهید سردار محمد داود خان په څلور سوه بستریز روغتون کې د ناروغانو د لیدنې ترڅنګ د دغه روغتون له بېلابېلو څانګو څخه هم کتنه وکړه.
په پای کې دغه هیئت د دې قوماندانۍ د متخصصینو، ډاکټرانو، نرسانو او پرسونل ناروغانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د لا ښه خدمتونو په وړاندې کولو او د شپه او ورځ هلو ځلو قدر داني وکړه.