په ۲۱۵ عزم قول اردو کې د ګڼ شمېر وسایطو او تجهیزاتو ترمیم او فعالول

s.mohmand

د ۲۱۵ عزم قول اردو د ضربتي کنډک انجینرۍ ټیم د ګڼ شمېر پوځي وسایطو او تجهیزاتو د ترمیم او فعالولو خبر ورکړ.

په دغو وسایطو کې ۳۵ عرادې هاموې ټانګونه، ۱۵ شابلي موټر، ۲۰ انترنیشنل موټر او ۱ فورکلیف موټر شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه وسايط د فتحې پر مهال ويجاړ شوي وو، چې  د ۲۱۵ عزم  قول اردو د تجربه لرونکو افسرانو او انجنيرانو د هڅو  په پايله کې بېرته فعال شول.

له دغو وسایطو او تجهیزاتو څخه به په سیمه ایزو قطعاتو او جزوتامونو کې کار واخيستل شي.