د ملي دفاع سرپرست وزير د ۲۱۵ »العزم« قول اردو څخه ليدنه وکړه

د ملي دفاع سرپرست وزير نن هلمند ولايت ته ولاړ او د ۲۱۵ »العزم» قول اردو څخه يې ليدنه وکړه.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د اسلامي امارت مجاهدينو د بې شماره سرښندنو او قربانيو د قدردانۍ ترڅنګ وويل:« د ځاني او مالي خطر په منلو مو فتحه نصيب شوه، د زغم ، بردبارۍ او ستاسو له ليکو څخه د مفسدو کسانو په بهر کولو سره هم کولی شئ، چې اسلامي نظام بريا ته ورسوئ.