د افغانستان اسلامي امارت وسلوال پوځ لوی درستیز د ګډ پلاوي په مشرۍ د امنيتي وضعيت ارزونې په موخه ختیځ زون ته سفر وکړ

د وسلوال پوځ لوي درستيز قاري فصيح الدين "فطرت" د دې سفر په ترڅ کې د ۲۰۱ خالد ابن وليد قول اردو په قرارګاه کې د هغې امنيتي ناستې مشري وکړه، چې د قول اردو قوماندان مولوي ابودجانه او ګڼ شمير نورو مسؤلينو په ګډون جوړه شوې وه.
د دغې ناستې په سر کې د قول اردو قوماندان راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ختيځ زون امنيتي وضعيت او په ځانګړې توګه د سرحدونو په اړه معلومات ورکړل.
همداراز د وسلوال پوځ لوی درستيز د ختيځ زون امنيت ښه و ارزوه او په دغه زون کې د ميشتو مجاهدينو قربانيو او اتلوليو ستايلو ترڅنګ مسؤلينو ته د هر راز ستونزو د حل ډاډ او په هر اړخيزه توګه لازمې سپارښتنې ورکړې.