د البدر قول اردو قوماندان د دغې قول اردو له مسؤلینو سره غونډه تر سره کړه

s.mohmand

کندهار د البدر قول اردو قوماندان مولوي مهرالله «حماد» د دغې قول اردو له قوماندانانو او مسؤلینو سره د بیلابیلو موضوعاتو په تړاو ګډه غونډه تر سره کړه.

په دغه غونډه کې د یادې قول اردو قوماندان د امنیتي وضعیت د ارزونې او د مسؤلینو د ستونزو اوریدو تر څنګ د یو شمېر اړینو مسایلو لکه: د یوې منظمې پوځي قطعې چې په دور بین لرونکو لایزري او زرهي وسلو به سمبال وي، تر څو د هېواد له سرحداتو څخه ښه ساتنه وکړي، د البدر قول اردو منسوبینو ته د ځانګړو پیژند کارتونو ویشل او پر یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې او لازمې لار ښوونې ورکړل شوې.