جوزجان کې طالبانو د ۶ مخکښو غړو په ګډون ۸۱ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ, دفاعي او امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کونکو د هوایي قواوو په ملاتړ د جوزجان-سرپل پر لویه لار او د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې طالبانو د ۶ مخکښو غړو په ګډون, ۸۱ ترهګر ووژل شول او د یادې ډلې د یو کلیدي قوماندان "نقیب الله مشهور په جندي" په ګډون, ۴۵ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن یوه زیاته اندازه وسلې, مهمات او تجهیزات لاسته راغلل.