هلمند کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۰ طالبان ووژل شول
تېره ورځ هوایي ځواکونو د هلمند ولایت نهرالسراج ولسوالۍ اړوند سېمو کې د طالب ترهګرو تجمعات او قرارګاوې په نښه کړل.
په پایله کې ۱۰ ترهګر طالبان ووژل شول او ۵ تنه نور ټپیان شول.
همداراز په دغه بریدونو کې د دښمن ۲ قرارګاوې، ۱ موټر سايکل، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.