کندهار کې د طالبانو ۳ سرګروپو په ګډون ۲۷ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت پنجوایي او میوند ولسوالیو کې طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې د طالبانو د ۳ سرګروپو د موسی شبکې غړی" محمد ګل" د عارف شبکې غړی" ملا نافع " او د معاذ شبکې غړی" قادرشاه" په ګډون، ۲۷ ترهګر ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

همدا راز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.