هرات کې ۵ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي امنیتي او کمانډو ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړل. 

چې په پایله کې، ۵ طالبان ووژل شول، ۶ تنه ټپیان شول، د دښمن له شتون څخه پراخه سېمې پاکې شوې، یوه اندازه وسلې، مهمات او څو پټنځایونه له يې منځه یوړل شول.

همدا راز طالبانو په یادې ولسوالۍ کې ۵ کړۍ ماینونه د ملکي او پوځي کسانو د مرګ ژوبلې په موخه ځاي پر ځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له خوا کشف او شنډ شول.