د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه لیدنه وکړه

web_admin

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان "عمري" او ورسره مل پلاوي د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۵ البدر قول اردو او د یادې قول اردو له ساحوې روغتون څخه لیدنه وکړه.

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان "عمري" د قول اردو له مسؤلینو سره په لیدنه کې په بیلابیلو برخه کې د غیر فعال وسایلو د جوړولو او همدا راز د ضرورت مطابق وسایلو په پوره کولو کې هر اړخیزه ژمنه وکړه.